تهران وي او اي نيوز باخترد کب دمياشتې ٢١ :
دپاکستان جمهور رييس آصف علي زرداري نن سهار د ايران _ پاکستان دګازو د ليږدونې د نل ليکي د غځولو د تاسيساتو د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسمو کې دګډون لپاره، ايران ته ورسيد.
باخترآژانس دفارس دخبري آژانس له خولې خبر راکړچې دپاکستان جمهور رييس د سولې د نل ليکي په نامه دګازو د ليږدونې د نل ليکي دغځولو دطرحې د رسمي پرانيستلو لپاره ايران ته رسيدلى دى.
دپاکستان جمهور رييس د دغې پروژې د اجراکولو په باره کې د امريکا فشارونو ته په اشارې سره ويلى دى چې ټوله نړۍ دې په دې پوه شي چې د دغې طرحې هدف د پاکستان داقتصادي اړتياوو له منځه وړل دى چې د ايران اوپاکستان له خوا اجراکيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې د دغې پروژې د بنسټ د ډبرې د ايښودلو مراسم په سرحدي ښار چابهارکې پرځاى کيږي او د دواړو هيوادونو جمهور رييسان په ګډه دپاکستان په خاوره کې د دغې نل ليکي د غځولو کار پرانيزي.
2 1 دقیقه لوستل