ټولنه

ننګرهار امن شوې ساحې بيا رغاول کېږي

 کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
حکومت په ننګرهارکې د وسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې ساحې  بيارغاوي.
ټاکل شوې ده دغه طرحه د لسګونو پرمختياي پروژو په ترسره کولو سره عملي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار په ځينو سيموکې د طالبانو او داعشيانو کلونو کلونو شتون د دې سبب شوى دى چې په زرګونو کليوالي خلک له پرمختګ او د ژوندانه لومړنيو خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې برخه شي.
د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې په ننګرهارکې دوسله والو طالبانو او داعشيانو له شتون څخه د پاکو شويو ساحو د بيارغاونې بهير پيل شي.
د دغې طرحې له مخې د لسګونو ښوونځيو او روغتونونو ودانۍ، سړکونه، پلونه او د اوبو لګولو کانالونه چې دننګرهار په ځينو سيموکې د ډاراچوونکو د شتون اوفعاليت په بهيرکې ويجاړ شوي دي، بيا روغاول شي.
د دې ترڅنګ ټاکل شوې ده لسګونه نوې پروژې ددغه ولايت په ځينو سيموکې پلې شي .
د ننګرهار د والي مرستيال وايي: دغه پروژې د کليوالي خلکو د اړتياوو او د هغوى دغوښتنو له مخې دننګرهار په ځينو سيموکې بيا رغاول کېږي.
دهېواد جمهوررييس محمد اشرف غنني ننګرهار ته په خپل وروستي سفرکې په دغه ولايت کې د داعش د بشپړې ماتې خبر ورکړ او د ننګرهار له خلکو سره يې ژمنه وکړه، دهغو سيمو د  بيارغاونې بهير به چې د وسله والو ډار اچوونکو د شتون په وخت کې زيانمنې شوې دي؛ په نږدې راتلوونکي پيل شي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته