سیاست

د جمهور رئيس فوق العاده استازي په کابل کې دفرانسې له سفير سره وکتل

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٥ :
داصلاحاتو او دښيې حکومتوالۍ په  چارو کې د جمهور رئيس فوق العاده استازى احمدضيا مسعود  په کابل کې  دفرانسې له سفير ژان ميشل مارلو سره  وکتل  .
داصلاحاتو اوښيې حکومتوالۍ په چار ود جمهوررئيس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې  چې د جمهور رئيس د فوق العاده استازي په دفتر کې  وشوه  دافغانستان له دولت او خلکو سره  دفرانسې  دهمکاريو او دهېواد دسياسي مسئلو په باب خبرې اترې وشوې .
احمدضيامسعود دجهاد او مقاومت په دورو  او په تيره بيا  په تيرو ١٥کلونو کې  دفرانسې ددولت او خلکو  دهمکاريو له امله مننه وکړه او ويې ويل ؛ دفرانسې دولت او خلک تل  دافغانستان ددولت  او دخلکو دوست او همکار و  دفرانسې سفير  ژان ميشل مارلو دافغانستان له خلکو او دولت اوپه تيره بيا د جهاد او مقاومت په دورو کې   دملي ا تل شهيد احمدشاه مسعود  په درناوي  دفرانسې داړيکو يادونه وکړه  او ويې ويل ، دفرانسې دولت او خلک تل دافغانستان ددولت  اوخلکو همکار و  او موږ په نږدې راتلوونکي کې په بيلا بيلو سيمو  اوپه تيره بياپه پنجشيرولايت کې دکرنې او روزنې په برخو کې  پروژې ترلاس لاندې لرو  چې عملي کيږي.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو لـــــورو  له طالبانو  او اسلامي ګــــوند سره دافغانستان  دسولې دبهير او دراتلوونکو  پارلماني انتخاباتو په باب هم    خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته