کابل / د لړم ٨مه / باختر
لس وسله وال طالبان په میدان وردګوکې د پوځیانو په عملیاتوکې ووژل شول.
دغه عملیات تېره شپه د میدان ښار او سېدآباد ولسوالۍ په ځيو سيمو کې د طالبانو پر مرکزونو ترسره شول.
په میدان وردګوکې یوې پوځي سرچينې باختر آژانس ته وویل چې په عملیاتوکې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى دوه مرکزونه له ټولو جنګي وسایلو سره یې له منځه تللي دي.
پای/شکریه
0 د یوې دقیقې څخه لږ