سیاست

دسترې محکمې پخوانى غړى عبدالمالک جوهر صديقي وفات شو .

کابل باختر د ثور څلورمه :
سترې محکمې دسترې محکمې ديو پخوانى غړى  دمړينې خبر ورکړى دى .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، سترې محکمې د ډاډ ګيړنې په پيغام کې چې په همدې مناسبت يې ليږلى دى  ليکلي دي .
ارواښاد عبدالمالک جوهر صديقي  دننګرهار ولايت دسره رود په ولسوالۍ کې  وزيږيد او خپلې لوړې زده کړې يې دماستري په سويه  د قاهرې دجامع الازهرپه پوهنتون کې پاى ته ورسولې . اوپه  ١٣٤٦ هجري لمريز کال کې له قضا سره يوځاى شو  او دلوګر ولايت دمحکمې درييس ، دکابل ولايت دمحاکمو دلوى رييس او دسترې محکمې دعالي شورا دغړى په ګډون په بيلابيلوبستونوکې يې دنده ترسره کړه .
ارواښادجوهر صديقي  په حقوقي قضايي ،ټولنيزو ، فلسفې او متداوله علومو په برخو کې بشپړ معلومات او مطالعات درلود او په دغو برخو کې مضمونونه ، مقالې او تاليفات او ترجمې لري  چې  په قضايي خپرونو او دهېواد په مطبوعاتو کې چاپ او خپاره شوي دي .
ارواښاد دقضايي پستونو دتصدۍ په وخت کې  سپارل شوې دندې  په غوره ډول او په بشپړامانتدارۍ او مسووليت منلو سره ترسره کړ .او دهېواد دقضايي نظام په دايره کې له نيک شهرت څخه برخمن و .
عبدالمالک جوهر صديقي تيره اوونۍ دهغې ناروغۍ له امله  چې ورپيښه شوې وه په حق ورسيد . او دهېواد علمي اوقضايي ټولنه يې ويرجنه کړه .
دافغانستان  داسلامي جمهوريت ستره محکمه  دخپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ دمراتبو په څرګندولو سره  دالله ( ج ) له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس جنت  او کورنۍ او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته