کابل باختر دثور يوولسمه
دپاکستان دکراچي ښار په لياري سيمه کې په تيرو دريو ورځو کې دتاوتريخوالي او ډزو له امله د پوليسو ددوو مامورينو او يو تن افسر په ګډون څه ناڅه ٢٤ تنه وژل شوي دي .
ددي نيوز انترنشنل دخبري سايت دخبر له مخې، دحکومتي ځواکونو او تند لارو ترمنځ په تيرو دريو ورځو کې د سختو جګړو له امله دوژل شويو کسانو شمير ٢٤ تنه رسيدلي او دپوليسو په ګډون زيات شميرخلک دلاسي بمونو او توغنديو په لګيدلو سره ټپيان شوي دي .
دغه حالت په لياري سيمه کې لاتراوسه پورې دوام لري او جنايتکاران دحکومتي ځواکونو په وړاندي دتوغنديو ، لاسي بمونو او پرمختللو وسلو په کارولو سره مقاومت کوي .