امنیت

په دوو تنو طالبانو په ميوند ولسوالۍ کې د ماين ښخولو په وخت بريد وشو او ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٣١
دوه تنه وسله وال طالبان پرون په قندهارکې دملي اردو د کوماندو د سرتيرو د امنيتي فعاليت په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو دکوماندو ځواکونو د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځانګړي عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه کسان چې په دغو عملياتوکې ووژل شول؛ په ميوند ولسوالۍ کې د ماين ښخولو لپاره ګومارل شوي وو او پنځه ماينونه او نور جنګي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو دخاصو قطعاتو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان ټپي او ساتوونکى يې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته