سیاست

دکورنیو چارو وزارت سرپرست ډګرجنرال تاج محمـــــــــــد ( جاهد) نن د خپل کار په دفتر کی د کندهارولایت له یوشمیر قومی مشرانوسره په یاد ولایت کی دامنیت په موخه وکتل .

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
دکورنیو چارو وزارت سرپرست ډګرجنرال تاج محمـــــــــــد ( جاهد) نن د خپل کار په دفتر کی د کندهارولایت یوشمیر قومی مشرانوسره په یاد ولایت کی دامنیت په موخه وکتل .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
په دغه کتنه کی لومړی د کندهار ولایت څخه راغلوڅوتنوقومی مشرانود نورو په استازولی د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته مبارکی وویله اوزیاته کړه چی په کندهار ولایت کی امنیتی حالات د تیروکلونو په پرتله د پوره ډاډ وړ دی خو یوشمیرترهګر او ډار اچوونکي ډلې غواړی چی د کندهار ولایت په ځینو سیموکی نا امنی را منځته کړی
دوی زیاته کړه موږ هیله مند یو چی په دغه ولایت کی د شته امنیتی ننګونو د مخنیوی په موخه د ملی پولیس ځواکونه لانور پیاوړی او سمبال شی تر څو په لیرو پرتو سیمو او ولسوالیو کی د تل لپاره یو ډاډمن امنیت خوندی شی.
همدا راز له کندهار ولایت څخه راغلو قومی مشرانو په دغه ولایت کی د امنیتی ځواکونو او په تیره بیا د ملی پولیسو له کړنوڅخه د خوښی په څرګندولو سره وویل چه د کندهار خلک له خلپو امنیتی ځواکونو سره پوره همکاری او همغږګی لری .
وروسته د کورنیو چارو وزارت سرپرست ډګرجنرال تاج محمد (جاهد) له کندهار ولایت څخه راغلو قومی مشرانو څخه مننه وکړه چی خپلی امنیتی ستونزی یی له نږدی څخه د کورنیو چارو وزارت سره شریکی کړی ، ویی ویل : دا چی د امنیت په ټینګښت کی د قومونو او ولسونو رول تر هرڅه لومړیتوب لری نو موږ به د کندهارولایت د ټولو قومونواوولسونوپه ګډه همکاری سره ددغه ولایت د امنیت په موخه لانور کوټلی ګامونه واخلوڅو خلک په پوره خوندی امنیت کی د ژوند شپی سبا کړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته