کابل / باختر د لړم د مياشتې ٩ :
د فارياب ولايت دکوهستاناتو دولسوالۍ د لولاش د جامع جومات خطيب تېره شپه دماين دچاودنې له امله ووژل شو .
د کوهستاناتو ولسوال امام يارتقوا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دکوهستاناتو ولسوالۍ دمرکزي مدرسې د جامع جومات خطيب او د لولاش د هلکانو د ښوونځي سرښوونکى مولوي محمدابراهيم کله چې له جومات څخه خپل کور ته روان و؛ د لارې په اوږدو کې د سپرلۍ موټر يې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او له خپل موټرچلوونکي سره ووژل شو .
د قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.