کابل باختر د وري څليرويشتمه
په هلمند ولايت کې نن سهار دماين په چاودنه کې دوه تنه ماشومان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن سهار د ګرمسير ولسوالۍ په سفار سيمه کې له هغه وروسته وشوه چې يو مسافر وړونکي موټر په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت .
دهلمند دوالي ويندوى داوود احمدي باختر اژانس ته وويل، په دغه موټر کې دواده دمراسمو برخه وال سپاره وو .
ده زياته کړه: په دې چاودنه کې دوه تنه لس کلن او يوولس کلن ماشومان وژل شوي او څه ناڅه شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
ده طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل .