کابل/ د کب ٢٤ مه / باختر
د ننګرهار چارواکي وايي، د کرنې او مالدارۍ ودې لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
ننګرهار اوس هم په افغانستان کې د غلو دانو، سبزیجاتو او لبنیاتو ستر توليدونکى ولایت دی.
د ننګرهار د شاتو او سبزیجاتو تولیدات د خپل غوره کیفیت له امله د نړۍ په بازارونو کې ښه شهرت لري.
د بهرنيو بازارونو نشتوالى او له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته د ټيټ کيفيته توکو واردېدو، د کورنيو توليداتو بازار کمزورى کړی.
په همدې حال کې د ننګرهار والي ملا محمد نعيم آخند وايي چې د صنعتکارانو او سوداګرو د ستونزو په هواري سره به د کرنې او مالدارۍ د ودې او هوساینې لپاره زمينه برابره کړي.
نوموړی وايي چې د اسلامي امارت او همدارنګه د نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ به د کرنې او مالدارۍ د ودې او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي لپاره هڅه کوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال ډاکټرحسیب الله هم د سوداګرۍ او د کورنیو تولیداتو د ودې په برخه کې له مسوولینو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
\ ذ