امنیت

دغور ولايت خلکو د دريو تنو ښوونکو دوژونکو دمحاکمې غوښتنه وکړه.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢١
دغور ولايت دځوانانو ،فرهنګيانو او دټولنيزو بنسټونو مسوولينو ددغه ولايت په مرکز چغچران ښارکې دوسله والو طالبانو له خوا د دريو تنو ښوونکو دوژل کيدو په اړوند په لاريون لاس پورې کړ.
دچغچران له ښار څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : اعتراض کوونکو چې شمير يې څلور سوه تنو ته رسيده دولايت دمقام د دروازې په وړاندې په غونډې سره له حکومت څخه وغوښتل چې نور دې دوسله والو طالبانو په وړاندې له زغم او زړه سوى څخه کار وانخلي او ددغو دريو تنو ښوونکو وژونکې دې ونيسي او سزا ورته ورکړي دغور دوالي ويندوى عبدالحي خطيبي وويل : ددغه ولايت امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې ددغې پيښې عاملين ونيسي او په ډيرو سختو مجازاتو دې محکوم کړي.
درې ورځې مخکې وسله والو طالبانو درې تنه ښوونکي کله چې غوښتل يې له چغچران ښار څخه دتيورى ولسوالۍ ته لاړ شي په ډزو سره ووژل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته