سیاست

دسناتور اود افغانستان د خلکو د خدمتګار الحاج سليمان ياري د مړينې له ا مله د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهوري رياست د لو مړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دډاډ ګيرنې پيغام

کابلباختردثور٢١
دسناتور اود افغانستان د خلکو د خدمتګار الحاج سليمان ياري د مړينې له ا مله د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهوري رياست د لو مړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دډاډ ګيرنې پيغام
په ژوري خواشينۍ سره مې دسنا مجلس د غړي اود افغا نستان د خلکو ديوې خدمتګارى څيرې اروا ښاد الحاج سليمان ياري د مړينې خبرترلاسه کړ.
په دې وسيله دخپلې ژورې خواشينۍ اوتعزيت مراتب دارواښاد دکورنۍ ټولو غړو اودوستا نو اود افغا نستان خلکو ته وړاندې کوم اود لوى خداى (ج) له در بار څخه ارواښاد  ته دفردوس جنت هيله کوم او په دغه ستر غم کې ځان د اروا ښاد ياري له کورنۍ سره شريک بولم .
ارواښاد ياري دسنا په مجلس او ولسي جرګه کې کاروکړ اود يرغلګرو له منګولو څخه د هيواد د ا زادۍ په لاره کې دهيواد د مجاهدينو په ليکه کې مبارزه و کړه اود خپلو ګرا نو خلکو اود ګران هيواد خدمتګارو ، اروادې ښاده وى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته