امنیت

تراوسه پورې داباسين دتښتونې اووژنې په اړوند پنځلس تنه نيول شوي دي .

کابل باختر  دثور  دولسمه :
دکابل  پوليسو  داباسين  ځدران  د تښتونې او وژنې په اړوند  پنځلس تنه  نيولي دي .
  اباسين ځدران څو مياشتې مخکې  دنوې کارتې  په ساحه کې  دخپل کور له نږدې  سيمې څخه  وتښتول شو خو په پاى کې  مړى يې  دکابل ولايت دخاک جبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترلاسه شو.
انسان تښتوونکو اباسين  له کورنۍ  څخه يې دپيسو  دترلاسه کولو په موخه  تښتولى و ،  او دده په کورنۍ  دفشار  په خاطر يې  داباسين  يوه ګوټه غوڅه  کړه  اوکورنۍ ته يې وليږله . خو  داباسين کورنۍ  دهغو پيسو دورکولو چې انسان تښتوونکو يې غوښتنه کړې وه  توان نه درلود چې په پاى کې  يې  دغه تنکۍ  ځوان شهيد کړ .
دکابل ولايت  دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس  فريدون عبيدي  داباسين  دوژل کيدو دپيښې په اړوند  دنوې  پرمختيا په باره کې دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دکابل پوليسو تراوسه پورې داباسين دنيول کيدو په اړوند  پنځلس تنه په کابل او خوست کې نيولي دي  .
په دغونيونوکې هغو پنځه  تنه هم شامل دي چې پخوا  دملي امنيت له خوا  نيول شوي دي .
دجنرال عبيدي دڅرګندونوله مخې: يوشمير  نيول شوي  کسان  د اباسين ځدران  نږدې خپلوان دي .
  دى وايي  چې قضيه  دپرمختيا په حال کې ده.او پوليس يې  په جدي توګه  تعقيبوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته