امنیت

په تخارکې شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې دويمه:-
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د تخارتروريستي بريد چې د شپږو تنو ملکي وګړو د شهادت او د ٢٨ نورو د ټپي کيدو سبب شو؛ له انسانيت او اسلاميت سره دښمني وبلله.
دباختر آژانس دخبرله مخې:
دکورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: دغه تروريستي پيښه نن سهار په نهه نيموبجو هغه وخت رامنځته شوه چې په يو بايسکل کې ځاى پرځاى کړاى شوى چاوديدونکي توکي د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتوکې وچاوديد.
د دغې غمجنې تروريستي پيښې له امله زموږ شپږ تنه هيوادوال شهيدان او ٢٨ تنه نور ټپيان شول .
دکورنيو چارو وزارت د دغه شان جنايتونو د غندلو په ترڅ کې د قضيې په څيړنې ټينګارکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته