سیاست

دښځو دچارو وزيرې دخپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکړ.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دښځو دچارو وزيره د زرغونې په ليسه کې د رايي ورکولو مرکز ته لاړه او رايه يې وکاروله.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، دښځو دچارو وزيره حسن بانو غضنفر دخپلې رايې له کارولو وروسته په دې ترڅ کې چې دغبرګولې دمياشتې د ٢٤ نيټې د مور ورځې له امله يې ټولو افغان ميندو ته مبارکي وويله څرګنده کړه ،ښځې دغه ورځ چې په هيواد کې دانتخاباتو له ورځې سره برابره ده نيک فال بولي او د رايي ورکولو مرکزونو ته په ورتګ سره ثابته کړې چې دخپل هيواد دسياسي برخليک په ټاکلو کې فعالى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته