-کابل باختر د لړم يوولسمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونوکې پرون دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې شپږ ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، چې دغه عمليات د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيموکې ترسره شول .
دامنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات دغزني ، پکتيا ، فراه ، بلخ ، جوزجان ، فارياب ، کندز ، بغلان او دهلمنددولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ