امنیت

په هرات کې د طالبانو په جنګي وسايلو او چاوديدونکو توکوبار د يو موټر کشف

کابل/باختر/ د زمري١٥مه
د طالبانو د ډلې په جنګي وسايلو او چاوديدونکو توکو بار يو موټر په هرات کې کشف شو.
امنيتي مامورينو نن يو باروړونکى موټر د هرات په چشت ولسوالۍ کې ودراوه چې ويل کېږي په هغه کې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي په مهارت سره ځاى پرځاى کړى شوي وو .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل، چې له دې موټر څخه په لسګونو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
هغه وويل: طالبانو غوښتل چې خپل پټنځي ته د دغو جنګي وسايلو په لېږدونې سره له هغو څخه په ډار اچوونکو مرګانيو بريدونوکې کار و اخلي .
  ختم- ف_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته