پيښور باختر دسلواغي دويمه :
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د دوشنبې د شپې او د پرون سهار په هوايي بريدکې څلويښت تنه ووژل شول چې څه ناڅه شپږ ديرش تنه يې بهرنيان وو.
باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې د انټرنټي سايټ له خولې خبر ورکړ: ددغو بريدونو په قربانيانوکې درې ديرش تنه ازبکان او درې تنه آلمانيان شامل وو.
د پاکستاني طالبانو مشهور قوماندانان ولي محمد، عصمت شاهين، مولوي فرهاد ازبک او شاهين بيتني هم په وژل شويوکسانوکې شامل وو.
ښايي دپاکستاني پوځيانو دغه هوايي بريدونه د خيبر پښتونخوا ايالت په بڼو ښار او د پاکستان په راولپنډۍ ښارکې په پوځي مرکزکې د بمي بريدونو په غبرګون کې شوي وي او دغه بريدونه د استخباراتي اطلاعاتو له مخې ترسره شوي دي.
عيني شاهدان وايي چې د پاکستاني پوځيانو د دغو بريدونو له امله په لسګونو کورنۍ له شمالي وزيرستان څخه دخيبرپښتونخوا ايالت نورو سيمو ته تښتيدلې دي.
0 1 دقیقه لوستل