سیاست

جمهوررئیس حامدکرزی د چین ته و رسېد

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٣:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشری، په سیمه ایزوخت نن ماښام د چین هېواد د شانشي ولایت د شییان ښارته و رسېد.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
حامدکرزي او ملګري پلاوي ته یې د شانشي په نړیوال هوایي ډګرکې د شانشي ولایت د مرستیالې او په چین کې دافغانستان د سفیر محمد کبیر فراهي لخوا هرکلی وویل شو.
حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې نن ماښام د شانشي  ولایت له والي سره وګوري او سبا به د اروپا ـ آسیا په اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړي.
د جمهوررئیس ويندوى  ایمل فیضي وویل چې  چین ته د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سفر ددغه هېواد د جمهوررئیس شي جین پینګ په رسمي بلنه  وشو .
فیضي زیاته کړه: جمهوررئیس به چین ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد له جمهوررئیس، صدراعظم او له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او په سیاسي، امنیتي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا او د سیمه ایزو مسلو په باب خبرې اترې وکړي.
د جمهوررئیس ویاند وویل چې له  دوست او ګاونډي هېواد چین سره زموږ اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د ګډې اعلامیې په چوکاټ کې د اهمیت وړ دي او افغانستان له دغه هېواد سره د ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
ده وویل چې په دې سفرکې د هېواد د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې او په افغانستان کې د چین د پانګې اچونې، د عینکود مسو د پروژې د کار د چټکتیا او د چین د پطرولیم د شرکت لخوا د آمو سیند په سیمه کې د ګازو د سیمو د استخراج په باب د دغه شرکت له علاقه مندی څخه د افغانستان د ملاتړ په باب  به هم خبرې وشي.
ایمل فیضي وویل چې حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې همدا راز د شانګهای د همکاریو سازمان د هېوادونو له دیپلوماتیکو غړو سره له دغه سازمان سره، له  تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د همکاریو د پراختیا په باب هم  خبرې وکړي.
فیضي څرګنده کړه چې چین ته د حامد کرزي د سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکاری درې هوکړه لیکونه لاسلیک شي چې د هغې له جملې څخه له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو چینایي ایوان مرسته، د زندانیانو د استرداد او د کابل پوهنتون او د چین د شییان پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه شامل دي.
ده وویل چې اوس مهال له ۷۰ څخه زیات افغان پوځي محصلین په بېلابېلو برخوکې د چین په هېواد کې په زده کړو بوخت دي او پر دې سربیره له ۴۵ څخه  زیات د ملي پولیسو افسران له نیشه یي توکو او د الې ګولې پرخلاف د مبارزې په برخه کې په دغه هېواد کې په زده کړه بوخت دي او په پام کې ده چې تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې دغه شمېر ۲۵۰ تنو ته زیات شي.
د جمهوررئیس ویاند ټینګار وکړ چې افغانستان د چین له ملي حاکمیت، د خاورې بشپړتیا او د تایوان، تبت او سنګیانګ د مسلو په اړه د دغه هېواد د دولت له دریځ څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته