امنیت

په کونړکې دداعش د ډلې د يوه قوماندان وژل کيدل

٣-  داسعد ابادښار / باختردسلواغې دمياشتې ١١نيټه :
دداعش دډلې يو قوماندان له دوو ملګروسره يې  په کونړ ولايت کې دملي امنيت دمامورانو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شول.
په ملا نجم الدين تيره شپه په  ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د ملي امنيت دځواکونو له خوا بريد  وشو چې له خپلوملګرو سره يې   ديو لړ وسله والو ډاراچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو.
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  وايي ؛ ملانجم الدين غوښتل چې  د ماڼوګي ولسوالۍ په ځينو سيمو کې يو لړنويو ډاراچوونکو فعاليتونو ته سازمان ورکړي  چې له دواړو ملګرو سره يې دپوځيانو          په ډزو کې ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې ؛  يو ډاراچوونکې په کونړ ولايت کې دخپل ماين دچاودنې  له امله ووژل شو.
دغه  ډاراچوونکى نن سهار کله يې چې غوښتل يو ماين د سرکاڼو ولسوالۍ په يوه لاره کې ښخ کړي ماين وچاوديد او ووژل شو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress