اقتصاد

په سرپل کې د دوو پروژو دبيارغونې کارپيل شو

کابل باختر آژانس د وږي ٢٦
په سرپل ښارکې دکانالونو دپاکولو او دسرپل ولايت دمارکيتونو دپراختيا کارنن پيل شو.
ددغو پروژو کار دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې په مرسته دنږدى اووه مليونو افغانيو په لګښت پيل شوي دي .
دسرپل ښاروال کمال الدين وويل: ددغو پروژو دکار په پيل سره درې سوه ديرشو تنو ته دکارزمينه برابر يږي.
ده وويل: دغو پروژو کار درې مياشتې دوام کوى او يوکارګر ته په ورځ کې درې سوه پنځوس افغانۍ اجوره ورکول کيږى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته