کابل/ د سلواغې ٢١ / باختر:
د افغانستان د١٩ کلنو فوټسال لوبډله قرغزستان ته لاړل.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې ويلي د فوټسال دا لوبغاړې د قرغزستان هېواد په “سي اې اف اې” لوبو کې ګډون کوي.
په دې لوبو کې د افغانستان د فوتسال لوبډلې ترڅنګ د تاجکستان، ايران، قرغزستان او ازبکستان لوبډلې هم برخه اخلي.
دا لوبې به د فبروري له ١٢ تر١٩ دوام مومي او د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د فبروري په ١٢مه له ايران سره وي.
\ ذ