بغداد -ايرنا – باختر د تلې دمياشتې ٧
دعراق په پايتخت بغداد کې تيره شپه دبم دچاودنې له امله لس تنه ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول .
د اسکاى نيوز عربى خبرې شبکې دخبرله مخې: امنيتي خبرځايونو وويل چې دغه چاودنه ديو موټر بم په واسطه دبغداد ښار په يوه پارګينګ کې وشوه.
دتيرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم دبغداد په ختيځ کې په يوه موټر کې دځاى پرځاى شوي بم چاودنې له امله ١٢ تنه ووژل شول او ٣٩ تنه نور ټپيان شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ