خبرونهTOPورزش

په ‏کابل کې د والېبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پيل شوې

کابل، د سلواغې ۲۷مه، باختر
په ‏کابل کې د والېبال غوره لیګ درېیم پړاو سيالۍ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والېبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د اتو لوبډلو په ګډون پيل شوې دي.
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست، نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته، د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ویلې دي: موږ تل کوشش کوو چې د ورزش د ټولو برخو لوبغاړي د دې جوګه شي، ترڅو په نړیوالو ډګرونو کې ولوبېږي ‏او د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري.
ويل شوي چې په دغه غوره لیګ کې د ام البلاد، سپین غر، نښتر، پامیر، بالاحصار، بُست، هندوکش او نګیني هریوا لوبډلې په دوو ګروپونو کې چې په هر ګروپ کې
‏څلور/څلور لوبډلې برخه لري؛سیالي کوي.
د غوره ليګ لومړۍ لوبه د نګیني هریوا او بُست لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې بُست لوبډلې نګیني هریوا لوبډلې ته د ۳/۰ په توپیر ماتې ورکړې او لومړۍ بریا یې خپله کړې ده.
‏هېره دې نه وي چې د والېبال غوره لیګ درېیم پړاو سيالۍ پرون پیل شوې او اته ورځې به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته