اقتصاد

د فراه د بخش اباد د اوبو د بند کار پرمخ تللى دى

– کابل /د کب ٣٠مه /باختر
د فراه د بخش اباد د اوبو د بند د تونلونو د کېندنې کار په سلو کې ٤٠ پرمخ تللى دى .
د بخش اباد بند انجنيرانو باختراژانس ته وويل چې د بند د دوو تونلونو کار پرمخ تللى دى اوټاکل شوې ده د دغو تونلونو د کېندنې کار تر راتلونکو څلورو مياشتو پورې بشپړشي.
د هغوى د څرګندونوله مخې؛ د تونلونو د کار له بشپړېدو وروسته د ٤٢٠ مترو په اوږدوالي او ٢ مترو په لوړوالي د بند د کاسې د ديوالونو د جوړولوکار پيلېږي.
د يادونې وړ ده چې د فراه د بخش اباد بند د بالابلوک په ولسوالۍ کې جوړېږي او د يو ميليونو درې سوه شپيته زره مکعب مترو اوبو د ساتلو ظرفيت به ولري او ٢٧ميګاواټه بريښنا به هم توليد کړي .
دغه راز د اوبو دغه بند څه د پاسه زر هکتاره ځمکه خړوبوي او د کرنې په وده او پراختيا کې کليدي رول لوبوي .
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته