اقتصاد

له بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
دوه سوه شپږ ديرشو بې ځايه شويو خلکو ته چې په هلمند ولايت کې دجګړو له امله بې ځايه شوي مرسته وشوه .
دهلمند ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس نقيب الله زمريال باختر آژانس ته وويل دسروې يو ټيم دبې ځايه شويو کورنيو دپيژندلو لپاره دهلمند ولايت په مرکز او ولسواليو کې ګومارل شوى و چې بې ځايه شوي کورنۍ مشخصې کړي چې له سروې وروسته له ٢٣٦ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې له هرې کورنۍ سره ديارلس زره افغانۍ نغدي مرسته وشو او دا له بې ځايه شويو کورنيو سره دنغدي مرستو پنځمه دوره ده .
دهلمند والي حيات الله حيات ددغو مرستو دويشلو په وخت کې وويل: هيله لرم چې دغه پيسې په شفاف ډول وويشل شي او دمشخصو کسانو په پيژندنه کې زياتې هلې ځلې وشي دغه مرستې په هلمند کې له نورو بې ځايه شويو کسانو سره دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته