امنیت

په هلمند ولايت کې د پنځو ځانمرګو او چاوديدونکو بريدونو مخه ونيول شوه .

کابل باختر د وري  دريمه :
پنځه تنه تروريستان چې غوښتل يې  دکويټې شورا په لارښوونه  دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دنوماندانو  دانتخاباتي کمپاينونو په بهيرکې په ځانمرګواو چاوديدونکو  بريدونو لاس پورې کړي  دملي امنيت  دلوى رياست  دځواکونو له خوا ونيول شول .
دملي امنيت دلوى رياست  مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل  دغوتروريستانو غوښتل  چې په چاوديدونکو توکوبار  له يو موټر ، په چاوديدونکو توکو بار دووموټرسايکلونو،او په چاوديدونکو توکو بار دوو ريکشا ګانو څخه په استفادې سره  دهلمند ولايت دمرکز  لښکرګاه ښار په پنځو ګڼ ميشتو سيمو کې  په ځانمرګو  اوچاوديدونکو بريدونو  لاس پورې کړي  .
له نيکه مرغه دملي امنيت دلوى رياست دځواکونو  په خپل وخت  او برياليو عملياتو له امله  دهغوى   پلانونه کشف او شنډ کړي شول  او د وسله والو طالبانو له ډلې له خوا دنومول شوي  ښاروال عصمت الله  په مشرۍ  پنځه تنه تروريستان ونيول شول .
  دغه راز ددغو تروريستانو په ډيپو کې په چاوديدونکوتوکو بار وسايطو سربيره  يو کلاشينکوف ،  پنځه مکاروف تومانچې ، دوه جوړ شوي ماينونه  او يوسلو پنځوس کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
نيول شويو کسانو  دلومړنيو تحقيقاتو په بهير کې اعتراف کړي دي  چې په هملند ولايت کې  دسرحدي پوځ   او د ملي پوليسو  دڅلوروتنو سرتيرو  په ترور کې يې هم  لاس درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته