امنیت

ديو پوليس په ګډون دوه تنه په پروان ولايت کې ووژل شول .

کابلباختر د جوزا ٢
دپروان ولايت د جبل السراج په ولسوالۍ کې دپوليسو اود يو جهادي قوماندان  دساتوونکو ترمنځ د نښتې له امله دوه تنه ووژل شول اوپنځه تنه نورټپيان ټپيان شول .
دپروان ولايت امنيه قوماندان سمونمل ضيا الرحمن سيدخيلى باختراژانس ته وويل : تيره شپه ددولسو بجو په شاوخوا کې دپوليسو دسپرلۍ موټر چې ديو تن پخوانۍ قوماندان غلام حيدرجيلاني دکور له ساحې څخه تيريده ددغه قوماندان دساتوونکو له خوا ودرول شو او له ناندرو وروسته ددواړو لورو ترمنځ وسله واله جګړه ونښته چې له امله يې يو پوليس اود قوماندان جيلاني يو تن ساتوونکى ووژل شو او له دواړو لورو څخه پنځه تنه نورټپيان شول.
په همدې حال کې دجبل السراج ولسوالۍ دمنارې د کلي يو شمير اوسيدونکو نن سهار له پوليسو سره دقوماندان  جيلاني دافرادو دنښتې پرخلاف داحتجاج په توګه دجبل السراج _ کابل واټ د ترافيکو پرمخ وتاړه چې دپوليسو اودقو مي مشرانو په مداخلي سره دغه واټ له دوو ساعتونو ووسته د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو .
سيدخيلي څرګنده کړه چې دپيښې دروښانه کيدو په خا طر دپوليسو څيړنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته