امنیت

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۵۳ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

کابل باختر دوري دمياشتې لومړۍ نيټه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د ځپلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د قضابي مسؤل او ۴ تنو داعشیانو په ګډون  ۵۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۳۱ تنه ټپیان او ۴ تنه مشکوک کسان نیول شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، غزني، قندهار، ارزګان ، فراه ، بادغیس، فاریاب ، جوزجان  او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شول په پایله کې يي د  ارزګان ولایت د خاص ارزګان ، دچورې په ولسواليواو مرکز اړوند ترینکوټ په سیمه کې ۳۲ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۳ تنه ټپیان شوي  د دښمن یوه قرارګاه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د  فراه ولایت د بالابلوک، اناردرې اود خاک سفید په ولسوالیو کې  د فراه په ولایت کې د طالبانو قضایي مسؤل بهای جان  په ګډون ۱۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۲ تنه ټپیان او ۴ تنه مشکوک کسان نیول شوي او ۴ موټرونه له منځه وړل شوي او د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۴ تنه داعشیان وژل شوي دي .
همدا راز په دغو عملیاتو کې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي او د جوزجان ولایت د قرمقل په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر  له منځه وړل شوي دي  .
په تیرو ۲۴ ساعتو کې ۹چاڼیز او  ۶۸خاص کوماندوي عملیات  د هیواد په ۱۰ولایتونو کې ترسره شوي د افغانستان  هوایي ځواکونو الوتکو ۹۴الوتنې د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي او د دښمن په پټنځايونوشپږهواي ګوزارونه  تر سره شوې دي.
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضره ده چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي هوډ او اراده لري.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته