کابل – باختر د کب دمياشتې ١٧
دوه تنه ملکي وګړي نن په روزګان ولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول.
دغه چاودنه ددغه ولايت د مرکز ترينکوټ ښارته څيرمه رامنځته شوې ده د روزګان دوالي وياند دوست ناياب دباختر آژانس خبريال ته وويل ددغې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د رارسيدلو خبرونو له مخې دغه ملکي وګړي له سړک څخه د تيريدو په حال کې و چې چا ودنه وشوه .
په همدې حال کې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .
تراوسه پورې ددغه ماين ښخولو مسوليت چا په غاړه نه دى اخستى خو سيمه ييز مسولين وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ