نړۍ

د ا مريکا د بخښنې غو ښتنه پا کستان ته به کا فى نه وى

اسلا م ا باد  باختردوري ٨ مـــــــــــــــــــــــــــــه

د پا کستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر وا يي : د تيرکال  د ليندي د مياشتې په څلورمه نيټه د نا تو د هغه هو ا يي بريد له ا مله چې ددغه هيواد د  څه نا څه ٢٤ تنو عسکرو د وژل کيدو سبب شو ، د ا مريکا يواځې د بخښنې غو ښتنه د پا کستان حکومت ته د قنا عت وړ نه ده او پا کستان له ا مريکا سره ددغه هيواد د همکاريو بيا څيړنه غوا ړي

 ددي نيوز انتر نشنل ورځپاڼې دخبر له مخې : د پا کستان د بهرنيو چارو وزيرې له يوې بهرني خبري شبکى سره په يوه مرکه کې پرون وويل: په دې  پيښه کې يواځى د بخښنې غو ښتنه کا فى نه ده .

 خبرځاى ددې دڅرګندونو له مخې ويلي دي دا پيښه د ا مريکا  له متحده ايالاتو سره په اړيکو  کې بيا کتنې ته اړ تيا لري

 ميرمن رباني کهر څر ګنده کړه نوى شرا يط کولاى شي د ا مريکا او پاکستان د اړيکو له سره پيل او ددوا ړو هيوادو نو ترمنځ دباور اودرناوي له بيا ستنولو سره مرسته و کړې

دې زيا ته کړه : موږ په تيرو لسو کلو نو کې د يو بل شريکان يو ، دې وويل : پا کستان چمتو دي د افغا نستان دسو لې په خبرو کې ديو مهم ملا تړ رول ولو بوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته