امنیت

په کندز کې دطالبانو يوه جګپوري قوماندان له پنځوتنو افرادو سره يې ووژل شو .

کندز  باختر دثور ٢٢:
دطالبانو دډلې يو جګپوړي قوماندان له پنځو  تنو افرادو سره يې په کندز ولايت کې ووژل شو.
  په ملا شير افضل  پرون ناوخته دکندز _  خان اباد په لويه لاره کې دپوځيانوله  خوا بريد وشو اوووژل شو .
دهېواد په شمال کې دپاميردشلمې فرقې وياند غلام حضرت کريمي د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې دطالبانو د ډلې جګپوړي  قوماندان ملا شير افضل او پنځه تنه افراد يې  ووژل شول او څلور تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
ده وويل چې دغه جګړه   د ډار اچوونکو له شتون څخه دکندز – خان اباد دلوى لارې دپاکولو دعملياتو په بهير کې  ونښته
ويل کيږي په دې نښته کې سرتيرو اودسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
کريمي وايي پوځيانو دطالبانو څو ماينونه چې دکندز – خان اباد په لويه لاره کې ښخ کړي و کشف او شنډ کړل .
په کندز کې پوځي مقامات وايي چې دکندز – خان اباد لويه لاره  د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته