ورزش

د هيواد دتنيکو ځوانانو دشطرنج خپلو سيالانوته ماتې ورکړه .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دافغانستان دتنکيو ځوانانو دشطرنج د ملي ټيم  ورزشکارانو په متحده  عربي اماراتو کې د نړۍ  دتنکيو ځوانانو دشطرنج د لوبو په لسم   پړاو کې د الجزيره زيمبابوي او دجنوبي کوريا له هيوادونو څخه خپلو سيالانوته ماتې ورکړه  .
باختر آژانس ته دبدني روزنې سپورت او د اولمپيک دملي کميټې د دعامه
پوهاوى د اطلاعاتو د امريت دخبرله مخې :
ددغو سياليو په لسم  پړاو کې چې پرون ترسره شو محمدنعمان خپل الجزايري سيال ، ويس احمد زيمبابوې  ورزشکار او احمد جمشيد په خپل کوريايي سيال بريالي  شول  او دغه راز په دې پړاوکې احمد صفي له خپل سريلانکايي سيال څخه ماتې ومنله.
دغه سيالۍ دنړۍ  د سلو هيوادونو د ورزشکارانو په  ګډون په  سويسي سيستم  په يوولسو پړاونو کې پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده سبا پاى ته ورسيږي .
ديادونې وړ ده چې افغان تنکي ورزشکاران په څلورم او شپږم پړاو کې هم په خپلو سيالانو بريالي شوي  وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته