کابل / د غبرګولي ۱۱ / باختر
تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ٦ وسله وال طالبان په هوايي بریدونوکې ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړچې دغه طالبان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوځيانو پر پوستې د بریدونوپه وخت کې ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دغوعملیاتوکې ۳ نور طالبان ټپیان او د دوی څوسنګرونه او یوه اندازه جنګي وسایل هم ویجاړشوي دي.
طالبان په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع
5 د یوې دقیقې څخه لږ