اقتصاد

افغانستان، ترکمنستان ته د مرمرو ډبرو د صادراتو د پيل په درشل کې

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې ترکمنستان ته د هرات ولايت د مرمر ډبرو صادرات پيل شي.
د ترکمنستان دبېلابېلو صنعتي او تجارتي برخې تخنيکي هيئت هرات ولايت ته سفر کړى دى او نن يې د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګۍ په رياست کې د صنعتي خصوصي سکتور له يو شمېر متشبثينو سره وکتل او د هرات ولايت د مرمر ډبرو سره يې د خپل هېواد د علاقمندۍ يادونه وکړه .
په هرات کې د بهرنيو چارو وزارت دنمايندګۍ مرستيال او سرپرست عبدالغفار جمشيدي وايي: دغه هيئت د مرمر ډبرو په برخه کې د پانګې اچونې د څيړنې او ترکمنستان ته د هرات د مرمر ډبرو د صادراتو په خاطر هرات ولايت ته يې سفر کړى دى.
په دې کتنه کې چې د ترکمنستان قونسل او د خصوصي سکتور د متشبثينو د صنفي اتحاديې يو شمېر مسوولين هم حاضر و؛ دغه هيئت اعلام وکړ چې د هرات د مرمر ډبرو د کان د ښکلو ډبرو څلور نمونې يې انتخاب کړې دي چې وروسته ترکمنستان ته د هغو د صادراتو زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته