امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٢ :
په پکتيا ولايت کې د ناټو د جنګي الوتکو د بريد له امله څلوتنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه پيښه تېره شپه د زرملې ولسوالۍ د سهاکو په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې ناټو د وسله والو طالبانو په يو کاروان هوايې بريد وکړ.
د پکتيا د والي ويندوى سمون باخترآژانس ته وويل چې د ناټو په دغو بمباريوکې څلورتنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دپکتيا د والي ويندوى وايي چې دغه جګړه ماران په تروريستي فعاليتونو بوخت وچې د ناټو دجنګي الوتکو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته