ټولنه

په پکتيکا کې په اړو کورنيو ژمني توکي وويشل شول

ښرنه باختر د مرغومې ۹ مه
د پکتيکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په چوکاټ کې د لنکن ښوونيز مرکز له لوري لسکونو اړو کورنيو سره د ژمنيو توکو مرستې وشوې.
په دغو ژمنيو توکو کې کالي،بوټان،جامپرونه او نور ژمني توکي شامل دي چې نن د لنکن ښوونيز مرکز له لوري په لسګونو اړو کورنيو ووېشل شول.
د پکتيکا د لنکن ښوونیز مرکز مشر عزیز ارګوني د باختر اژانس سيمه ييز خبریال ته وویل چې دغه مرستې د هغو اړو کورنيو سره کېږي چې تر دې مهاله ورسره د هېڅ خيریه بنسټ له لوري مرستې نه دي شوي.
په همدې مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس امان الله خپلواک وویل: که دهېواد شتمن خلک د اړو کورنيو لاسنيوى وکړي ،په هېواد کې به هېڅ اړ کس پيدا نه شي.
هغه له شتمنو خلکو څخه هيله وکړه چې د اړو کورنيو لاسنيوی وکړي،څو ستونزو ته يې لاسرسی وشي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته