خبرونهنړۍ

واشنګټن له کیف سره د هستوي تجهیزاتو مرسته کوي

نړۍ، د غبرګولي ۳مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحده ایالاتو د ملي اټومي امنیت ادارې مشرې جیل هربي د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد سنا مجلس د پوځي خدماتو کمیټې ته ویلي، چې واشنګټن په پام کې لري د هستوي خطراتو څخه د مخنیوي په موخه کیف ته په هستوي برخه کې روزنه او دغه راز تجهیزات ورکړي.

د نوموړې په خبره امریکا په اوکراین کې د اټومي خطرونو د کمولو لپاره سخت کار کوي.

هربي زیاته کړې، چې دغو مرستو او همکاریو کې روزنه، لارښوونه او تجهیزات شامل دي، چې د برېښنایي سیستم د کنټرول، هستوي بنسټونو او د اټومي برېښنا د فابریکو د ساتلو او د هر ډول هستوي بېړني حالت لپاره د چمتووالي عامه پوهاوي لپاره اوکراین ته ورکول کیږي.

امریکا دغه ګام وروسته ترهغې اخلي، چې وړمه ورځ مسکو د اوکراین پولو سره نږدې د اټومي وسلو د احتمالي استعمال د تمریناتو لومړی پړاوو پیل کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته