کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
د لغمان د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو مسول شفيع الله پر وينا، د لغمان امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري ۴۶ تنه ملي او سيمه اييز پولیس د زده کړو له تر لاسه کولو وروسته تصدیق لیکونه تر لاسه او بېرته خپلو دندو ته وګرځېدل. په همدې موخه په جوړ شوي مراسمو کې د لغمان امنیه قوماندان مل پاسوال حقنواز حقیار فارغ شويو پولیسو ته د خپلې وینا پر مهال وویل چې تاسې باید د دې ولس د زړونو د تر لاسه کولو په موخه د اساسي او ټولو نافذه قوانینو په چوکاټ کې د تر لاسه شويو زده کړو څخه په عملي ډګر کې سالمه ګټه پورته کړئ.
ده زیاته کړه چې د لغمان د امنیت د ټینګښت او د قانون د تطبیق په خاطر تاسې باید په در سپارل شویو دندو کې په پوره مېړانې او ریښتینولئ سره ګامونه واخلئ.
د پروګرام په پای کې په فارغو پولیسو د امنیه قوماندانۍ د رهبرۍ له لوري تصدیق لیکونه وویشل شول.
0 1 دقیقه لوستل