اقتصاد

د مالیې وزارت خبرتیا

 کابل/باختر/ د وري د مياشتې ۲۲مه
د مالیاتي تصفيې او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د لویو مالیه ورکوونکو ریاست ته د مرکز او ۵ ولایتونو د لویو شرکتونو د لېږدولو په اړه د مالیې وزارت خبرتیا !
د اقتصاد عالي شورای د دریمې ګڼې د ۱۳۹۷ کال د وري میاشتې ۱۴ مې نېټې د پرېکړې له مخې، د لویو مالیه ورکوونکو لپاره د واحدې ادارې جوړیدل تائید شوي دي چې له مخې یې هغه ټول لوی شرکتونه چې په مرکز او پنځو لویو ولایتونو بلخ، هرات، قندهار، ننګرهار او کندوزکې راجستر شوي دي او په ۱۳۹۶ مالي کال یې د پلور کچه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ او یا له دې څخه زیات وي؛ د مالیاتو په تصفیه کې د لا زیاتو اسانتیاوو، په مسلکي ډول د خدمتونو د وړاندې کولو، د دقیقې مالیې ټاکلو او د عوایدو راټولیدو بهیر د ښه والي په موخه په کابل کې د لویو مالیه ورکوونکو ریاست ولېږدول شي.
د دې تر څنګ د مالیه ورکوونکو لپاره د لا اسانتیا په موخه، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د الکترونیکي اظهارلیکونو پروسه لا له وړاندې پیل کړې چې ټول شرکتونه کولی شي خپلې مالیاتي فورمې په ټاکلي وخت په خپلو دفترونو کې ډکې او د انټرنټ له لارې یې د عوایدو په سیستم کې ثبت کړي.
د یادونې وړ ده چې د عوایدو لوی ریاست د سیستم له لارې د مالیاتي فورمو د ډکولو او مالیه ورکوونکي ته د یوزر جوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ هره سه شنبه د ورځې له ۹ څخه تر ۱۲ بجو پورې جوړوي او ټول مالیه ورکوونکي کولی شي په دې ورکشاپونو کې ګډون وکړي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره ټول مالیه ورکوونکي کولی شي د عوایدو لوی ریاست د خدمتونو مرکز له 1000 شمېرې او یا هم له 0202924658 شمېرې سره اړیکه ونیسي.
پای – شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته