ټولنه

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

کابل /دسلواغې ۱۴مه باختر
د سالنګ لویه لاره د واورې اورښت له امله د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.
په وروستیو ۲۴ساعتو کې د سالنګونو په دواړوخواوو کې د واورې اورښت زور واخیست او د لارې د تړل کېدو سبب شوه.
د را رسېدلو خبرونو له مخې، همدا اوس په شمالي او جنوبی سالنګ کې له توپان او لړو سره د واورې سخت اورښت دوام لري.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس عبدالله عبید باخترآژانس ته وویل چې د واورو ښوېیدو او د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو د خطر له امله مو د سالنګ لاره د ټولو موټرو پرمخ و تړله.
د سالنګونو په دواړو خواوو کې د کتنې ساحه لږه ده او دغه کار ترافیکي پېښې زیاتوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سالنګونو په دواړو خواوو کې په لسګونو مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر بند پاتې دي او لارې پرانیستلو ته په تمه دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته