سیاست

د والیانو په انتخاب کې د دقت اړتیا

کابل /دغبرګولې ١٦مه /باختر :

په دغو ورځوکې د وزیرانو او همدارنګه والیانو پر ټاکلو کار روان دی. هم وزیران اوهم والیان د هر هېواد په نظام کې ستر نقش لري.
د باختر آژانس مفسر د والیانو په ټاکلو کې د دقت اړتیا مهمه بللې ده او لیکي:
که موږ د هېواد اوسنیو ګڼو ستونزو او په تېره بیا امنیتي ستونزو ته کتنه وکړو نو ګورو چې د ستونزو ډېره  برخه په ولایتونو او ولسوالیو پورې اړه لري. په تېره بیا امنیتي ستونزې په کلیو، ولسوالیو او ولایتونو کې زښتې ډېرې دي. دا ستونزې ګڼ لاملونه لري؛ خو یو مهم لامل یې د ولسوالانو او والیانو کمزوري بلل کېدای شي. که هر والي او ولسوال کوښښ کړی وای چې خپله ولسوالي او ولایت له امنیتي او اقتصادي پلوه بېلګه ییز کړي او دې موخې ته د رسېدولپاره یې خپل ټول امکانات کارولي وای، نو له شک پرته هېواد به نن په يو ښه وضعیت کې وای.
له بده مرغه، په تېرو  کلونو کې د والیانو په ټاکلو کې تر ډېره سیاسي ملحوظات په پام کې نیول کېدل. موږ و نه شوای کولای د والیانو د ټاکلو لپاره روښانه او مشخص معیارونه وټاکو او یو داسې طرزالعمل جوړکړو چې د هغه په رڼا کې د والیانو د ټاکلو پر مهال د هر راز سیاسي فشار او نفوذ مخه ونیول شي. که څه هم د ولایتونو ستونزې تر ډېره یو ډول دي، خو بیا هم هر ولایت خپلې ځانګړنې لري او هر ولایت خپل لومړیتوبونه هم لري. د دغو ځانګړنو او لومړیتوبونو په رڼا کې د هر ولایت لپاره د والي د غوره کولو مشخص معیارونه باید شتون ولري او هر څوک چې دغه پېټي ته اوږه ورکوي، باید دا معیارونه ولري.
هر والي په اړوند ولایت کې د جمهوررییس اومرکزي حکومت استازی دی. هر والي په حقیقت کې د مرکزي حکومت هنداره ده او خلک د خپل والي له مخې پر مرکزي حکومت قضاوت کوي. که والي ښه وي، نو خلک وايي چې د جمهوررییس کور آباد چې یو ښه والی یې وراستولی دی او که والي ستونزې ولري نو څرګنده ده چې خلک له جمهوررییس او مرکزي حکومت څخه ګیله کوي او وایي بل څوک نه و چې دوی  ته یې والي ټاکلی وای. همدارنګه بیا هر ولسوال په  اړونده ولسوالۍ کې  د والي او مرکزي حکومت استازي کوي. هلته هم د خلکو قضاوت پر همدغه بنسټ ولاړ دی.
له دې امله مرکزي حکومت او په ځانګړې توګه جمهوررییس باید د والیانو په  ټاکلو کې خورا ډېر دقت وکړي. والیان له ولسونوسره د مرکزي حکومت او جمهوررییس د اړیکو او ارتباط پل دی، که دا پل  هرڅومره غښتلی او پياوړی وي، نو مانا یې دا ده چې د مرکزي حکومت او ولسونو اړیکې هم غښتلې او پیاوړې دي. افغانستان په اوسنیو شرایطو کې پياوړیو والیانو ته اړتیا لري. دلته باید یو ټکی ښه په زغرده روښانه کړو او هغه دا چې د پیاوړیو والیانو او خپلسریووالیانو تر منځ باید څرګند توپیر شتون ولري. موږ خپلسري والیان نه غواړو، داسې والیان چې هغوی د مرکزي حکومت له اوامرو سرغړونه کوي او چې څه یې زړه غوښتي وي، همغه کوي. د افغانستان نظام مرکزې ریاستي نظام دی او جموررییس د دولت د دري ګونو قواوو مشري کوي. هېڅ داسي والی د منلو نه دی چې هغه د مرکزي حکومت امر نه مني او د  تطبیق مخې ته یې  خنډونه اچوي.
هېواد هڅاندو، نوښتګرو، زیارکښو، پر هېواد او ولس مینو، له هرراز فساد پاکو او لوړو ملي ګټو ته ژمنو والیانو ته اړتیا لري.
ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته