امنیت

د کورنيو چارو وزير: په خپلو پښو دافغان امنيتي ځواکونو ددرولو لپاره هلې ځلې دوام لري .

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٣ :

د کورنيو چارو وزير نن دهلمندولايت ته سفر وکړ.

هلمندته دسترپاسوال بسم الله محمدي دسفر هدف  دامنيتي حالاتو اودافغان ځواکونو دروزنيز بهير څيړنه بلل شوې ده .

دکورنيو  چارو وزير  په دى سفر کې له سيمه ييزو مقاماتو اوقومي مشرانوسره وکتل اوله بهرنيو پوځيانو  څخه دامنيتي مسووليتونو دترلاسه کولو لپاره  دافغان ځواکونو ځواکمني څيړل شوى دى .

قومي مشرانو اوسيمه ييزو چارواکو په هلمند کې دکورنيو چارو له وزيرسره په کتنه  کې دافغان ځواکونو روزنه اوسمبالول په خپلو پښو دامنيتي اودفاعي ځواکونو ددريدو يوازينۍ لاره وبلله اوله حکومت څخه يې وغوښتل چې دنړيوالې ټولنې په مرسته دى دغه اصل ته پاملرنه وکړي .

دکورنيو چارو وزير دهغو نيمګړتياو اونواقصو له څيړنې وروسته  چې دده په خبره په هلمند کې دښه ثبات خنډ کيږي  له سيمه ييزو مقاماتو اوخلکوسره  ژمنه  وکړه چې له نړۍ سره په همکاري کې دى افغان ځواکونه وروزي  اوپه سپکو اودرندو جنګي وسايلو يې سمبال کړي .دباختراژانس دخبرله مخې، بسم الله  محمدي په هلمند کې له سيمه ييزو چارواکو اوقومي مشرانو سره دکتنې په وخت کې تروريزم دافغانستان دخلکو دترقي په لاره کې  سترخنډ وباله اوله خلکو څخه يې وغوښتل چې دامنيت په تامينولو اودسولى په ټينګښت کې دى له حکومت سره زياته همکاري وکړي .داپه  داسې حال کې ده چې دهلمندولايت  له بهرنيو .ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دمسووليتونو دليږدونې لپاره تياري نيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته