پلخمري باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه :
په بغلان کې د خبريالانو او د رسنيو د خاوندانو سيمينار نن پاى ته ورسيد.
دغه سيمينار د کندز ولايت د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون له خوا د دوو ورځو لپاره په پلخمري ښارکې جوړ شو.
د کندز ولايت د بشر د حقوقو د کميسيون د تعليماتو د برخې مسوولې ميرمن فخريې فروغ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې سيمينارکې د بغلان د رسنيو ديرشو تنو مسوولانو او خبريالانو ګډون کړى و اوپه هغه کې د بيان د آزادۍ د ساتنې او پياوړتيا په وړاندې د رسنيو او خبريالانو د دندو او مکلفيتونو په باره کې چې په هېوادکې ددموکراسۍ ممثل بلل کيږي؛ معلومات ترلاسه کړل.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ