سیاست

د افغانستان دځوانانو دعالي شورى دريمې سترې غونډې ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام!

کابل – باختر دلړم اووه ويشتمه:
د افغانستان دځوانانو دعالي شورى دريمې سترې غونډې ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام!
خوشحاله يم چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت، دافغانستان دټولو ځوانانو سراسري شورى فعاله ده او دخپلو نورو کارونو ترڅنګ ،دادې نن يې خپله دريمه ستره غونډه جوړه کړې ده.
د ډيرې خوښي او وياړ خبر ده چې زموږ دهيواد د وګړو زياته برخه ځوانان دي او دا زيات والې موږ اميدواره کوي چې افغانستان به د همدغو ځوانانو دمټو په زور پر ټولو موجودو مشکلاتو ډېر ژر بريالي شي او هيواد به د آبادۍ او ښيرازۍ پر لور چټک ګامونه پرمخ واخلي.
ځوانان په ټولو جوامعو کې دتحرک او فعاليت بهترينه او اساسي ترينه محرکه قوه ده، چېرې چې ځوانان ډير وي، هلته کار ،فعاليت او تحرک هم ډير وي.
زموږ د هيواد دا محرکه قوه دلوى خداى په فضل دغوړېدو او هڅېدو په حال کې ګړنډۍ پرمخ روانه ده او اميد دى چې د افغانستان دخلکو ټولې هيلې او آرزو ګانې به ډېر ژړ سمر ته ورسوي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معينيت دشاباسي وړ دي چې د افغانستان دځوانانو دعالي شورى دريمه ستره غونډ يې رابللې او زموږ دځوانانو نمايندګانو برخه پکې اخستې ده .
زه باور لرم چې په دې غونډکې به زموږ ځوانان دهيواد ډېرو مهمو مسلو او دځوانانو دپرمختګ په لاره کې دپرتو خنډونو او دحل لارو په باب ډېر ګټور بحثونه وکړي او له نتايجو به يې ټول هيواد وال خبر شي. ستاسو غونډه دې بريالي پاى ته ورسيږي او همت مو تل مل اوسه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته