امنیت

نهه تنه جګړه ماران په قندهار او هلمند کې ووژل شول .

 کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې نهه تنه جګړه ماران دقندهار او هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ووژل شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دقندهار ولايت دميوند اوشاه ولي کوټ  او دهلمند ولايت دسنګين دولسواليو په مربوطاتو کې  داتل په نامه دمحاربوي عملياتو په بهير کې  ووژل شول .
  په دغو عملياتو کې دغه راز څلور تنه ډاراچوونکي وژل شوي او ددښمن يو زيکو يو ، يو سراچه  ډوله موټر او يوموټرسايکل  هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي
داتل محاربوي عمليات دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو هلوځلو سره په بشپړه توګه دخلکو اوهېواد ددښمنانو تر ځپلو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته