کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دروسيې دداغستان جمهوريت دشمالي قفقاز په سيمو کې دخاصو عملياتو له امله پرون دقفقاز داماراتو تش په نامه مشر ووژل شو .
دروسيې له تروريزم سره دمبارزې ملي کميټه وايي دمحمد سليمانوف مړى دهغو څلورو تنو جګړه مارانو په مړو کې و چې دروسيې دامنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي و .
ددغو افراطي جګړه مارانو پلوي انترنټي سايت هم تاييد کړى دى سليمانوف چې دابو عثمان په نامه هم ياديږي ددوى په خبره په عملياتو کې وژل شوى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ