سیاست

دافغانستان ګاونډيان : دافغانستان دملت او دولت تر څنګ ولاړ يو

نوي ډيلي  باختر د وري  يو ويشتمه :
  دافغانستان اوګاونډيان سيمينار  نن دډيلي  دسياست په مطالعاتي  موسسه کې جوړ شو اوبرخه والو ددغه هيواد له پرمختګ اوجوړولو سره دملاتړ په دوام باندې ټينګار وکړ .
په دې سيمينار کې دهند دبهرنيو چارو وزارت معينې ميرمن سوجاتاسنګ ، د بهرنيو چارو وزارت پخواني  معين او دډيلي دسياست دمطالعاتي  موسسې موسس  شانکار باچ پايي او دافغانستان  ، ايران ، پاکستان او دترکيې سفيرانو او دچين شارژدافيراوڅو تنو سياسي شخصيتونو په افغانستان کې دروانو بدلونونو او دتيريدو دپړاو دلرليد په باب دخپلو هيوادونو نظريې بيان کړې .
په دې غونډه کې لومړي دوه کتابونه ، ( افغانستان دتيريدو په حال کې او افغانستان او ګاونډيان چې په همدې نومونو ددوو نړيوالو سيمينارونو حاصل دى ، پرانستل شول .  )
دهند دبهرنيو چارو وزارت  معينې ميرمن  سوجاتاسنګه دوينا په کولو سره دافغانستان دانتخاباتو دترسره کيدو له امله دمبارکي دويلو په ترڅ کې څرګنده کړه چې هند به دافغانستان ددولت اوملت تر څنګ ولاړ وي .
دې ، دې ته په اشارې سره  چې هند په دې باور دى چې دايساف دځواکونو په وتلو سره دافغانستان دولت ددې قدرت لري چې دهر راز امنيتي ستونزې مخه  ونيسي  زياته کړه: تروريزم دسيمې ټولو هيوادونو ته خطرناک دى  اوبايد موږ ټول  دبنسټ پالنې دخطر دلري کولو لپاره همکاري وکړو .
دهنددګاونديو هيوادونوسفيرانو هم په دې غونډه کې دافغانستان دراتلونکي په باب  خپلې نظريې وړاندى کړې او ټولو د وروستيو انتخاباتو په نتيجه کې له ټاکلي دولت سره په ملاتړاوهمکاري  دتروريزم او  بنسټ پالنې  پرخلاف دمبارزې لپاره دسيمه ئيزې همکارۍ  په اړتيا او دافغانستان داقتصادي پرمختيا لپاره دخوندي فضا دبرابرولو په ضرورت باندې ټينګار وکړ .
ددغه سيمينار جوړونکي دي ، بي جي ګروپ دپاليسۍ ډيلي  يوه مستقله مطالعاتي موسسه ده چې په اوس وخت کې  يې خپله زياته پاملرنه  دافغانستان بدلونونو ته اختصاص کړې ده او دماشومانو، ښځو ، امنيت ، تروريزم او دانتخاباتو په شان  دبيلابيلو موضوعګانو په باب يې کتابونه خپاره کړي دي او ګردي ميزونه او غونډې يې جوړې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته