انقره ان ټى دى – باختر د زمري دمياشتې ١٩
د ترکيې په استانبول ښارکې د امريکا په سرقونسلګرۍ نن د ډزو له امله واشنګټن د دغې قونسلګرۍ فعاليتونه وځنډول.
د (ان ټي وي) د ټلويزيوني شبکې د خبرله مخې:
په استانبول کې د امريکا سرقونسلګري له امريکايي اتباعو څخه وغوښتل چې تر راتلوونکې خبرتيا پورې دې د سر قونسلګرۍ سيمې ته له نږدې کيدو څخه ډډه وکړي.
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
د ترکيې په جنوب سوروچ ښارکې د کردانو د پلويو فعالانو له ځانمرګي بريد وروسته په دغه هيوادکې نا آرامۍ زور اخستى دى چې له امله يې ٣١ تنه ووژل شوي او ١٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ